په بلخ ولایت کې د څه باندې شپږ میلیونه ډالرو په لګښت د پلاستیکي بوجیو او تارونو د تولید فابریکه جوړه او پرانیستل شوې ده. د مسوولینو په خبره په یاده فابریکه کې ۲۰۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده. د بلخ ولایت مقام په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا فابریکه په ۲۴ ساعتونو کې د ۲۰ ټنه تولید ظرفیت لري. په وروستیو کې په بلخ ولایت کې ګڼې نوې فابریکې فعالې شوي چې د صنعت د پیاوړتیا او د کارموندنې په پراختیا کې یې مهم رول لوبولی.




































