د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند مجید بن محمد الانصاري د دوحې فورم د ۲۳مې غونډې په څنډه کې د افغانستان لپاره د ازبکستان له ځانګړي استازي عصمتالله ارګاشیف سره کتلي دي. دواړو لورو د قطر او ازبکستان د دوهاړخیزو اړیکو او د افغانستان په اړه د همکاریو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي. د قطر د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې لهمخې، په دې لیدنه کې د افغانستان اړوند موضوعات او د ګډو همکاریو د پراختیا پر لارو چارو هم بحث شوی دی.



































