د کور او ښار جوړولو وزارت ویلي، چې د کونړ په نورګل او څوکۍ ولسوالیو کې د زلزلهځپلو کورونو د رغونې بهیر تر څارنې لاندې دی، څو ودانیزې چارې د ټاکل شویو تخنیکي معیارونو، مناسب کیفیت او د کارګرانو د خوندیتوب له اصولو سره سم ترسره شي. دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ښاري سرغړونو د مخنیوي د عمومي ریاست په لارښوونه تازه عملي ګامونه پورته شوي، تر څو د یادو ۵۰ کورونو د رغونې چارې د طرح شوي پلان له مخې پر مخ ولاړې شي. د خبرپاڼې له مخې، که څه هم د پروژې ډېری برخې د پلان سره سم روانې دي، خو ځینې تخنیکي ستونزې هم لیدل شوي، چې د حل لپاره یې اړینې سپارښتنې شوې دي.



































