د کانونو او پټرولیم وزارت د یوې داوطلبۍ له لارې د امو نفتي حوزې د قشقري ساحې د ۱۸ زره ټنه اومه تېل له پلورلو خبر ورکړی. دغه وزارت ويلي، چې یاد اندازه نفت په شاوخوا ۱۰.۵ میلیونه ډالرو پلورل شوي دي. د کانونو او پټرولیم وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د داوطلبانو له منځه د کامران مشال شرکت یاده دواطلبي وګټله.



































