د کندوز د علياباد ولسوالۍ اړوند سیمه کې د یوه ۴۰۴ ماډل مسافر وړونکي موټر د چپه کېدو له امله دوه تنه مړه شوي او ۲۰ نور ټپیان دي. د دغه ولایت امنیتي مسوولینو ویلي، چې دغه پېښه پرون د کندوز – بغلان پر لویه لار د عليآباد ولسوالۍ عمومي دروازې ته څېرمه د یوه ۴۰۴ مسافر وړونکي موټر د چپه کېدو له امله شوې ده. د یادې پېښې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي. د پېښې لامل د موټر چلونکي بي احتیاطي ښودل شوې ده.



































