ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) راپور ورکړی، چې راتلونکی کال به په افغانستان کې څه باندې ۱۷ میلیونه کسان د خوړو له شدیدې ناامنۍ سره مخ شي. یاد سازمان ویلي چې په دې منځ کې بیا ۵.۲ میلیونه کسان له بېړني وضعیت سره مخ دي، دا شمېر د تېر کال پرتله دوه برابره ډېروالی ښيي. اوچا په خپاره کړي راپور کې ویلي چې لا هم وچکالي دوام لري، ۱۲ ولایتونه سخت زیانمن شوي او تر اوسه څه باندې ۳ میلیونه کسان د دغه وضعیت له کبله اغېزمن شوي دي. یاد سازمان د کډوالو پراخې راستنېدنې ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې یوازې په ۲۰۲۵ کال کې له ایران او پاکستانه څه باندې دوه میلیونه افغانان راستانه شوي او دغه وضعیت پر بنسټيزو خدماتو او معیشتي سرچینو دروند فشار راوستی دی.



































