د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د راپور له مخې، تېره ورځ له ایران او پاکستانه څه باندې ۱۵۷۹ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي. د یاد کمېسیون د راپور مخې یې، تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۳۲۰ کورنۍ چې ۱۵۷۹ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي. یاد کډوال د هرات د اسلامکلا، د نیمروز ورېښمو پله، د هلمند د بهرامچې، د کندهار سپینبولدک او د ننګرهار د تورخم له لارو راستانه شوي دي. د معلوماتو له مخې، یادو کډوالو ته د مخابراتي شبکو ۳۹۷ سیمکارټونه هم وېشل شوي دي.



































