د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت ویلي، چې د کاني توکو د کیفیت د تثبیت لپاره به د ۲۳۳ میلیونه افغانیو په لګښت پرمختللي لابراتوارونه جوړ شي. اقتصادي معاونیت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه ترسره شوې ده. په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري په کابل او یو شمېر ولایتونو کې د کاني توکو د کیفیت د معلومولو لپاره د معیاري او پرمختللو لابراتوارونو د جوړولو طرحه وړاندې شوې، چې د هر اړخیز بحث وروسته د تایید وړ بلل شوې او د وروستي تصمیم لپاره اقتصادي کمېسیون ته لېږل شوې ده. اقتصادي معاونیت زیاته کړې، چې د دغو لابراتوارونو لپاره ۲۳۳ میلیونه افغانۍ بودجه ځانګړې شوې، چې له دې جملې ۱۵ میلیونه افغانۍ د ساختماني چارو او ۲۱۸ میلیونه افغانۍ د تجهیزاتو لپاره لګول کېږي.



































