د کورنیو چارو وزیر، خلیفه سراجالدین حقاني، د قزاقستان د ولسمشر له ځانګړي استازي ایرکین توکوموف سره کتلي. توکوموف د پولو د امنیت د پیاوړتیا، د نشه يي توکو پر ضد مبارزې او د ترکمنستان له لارې د رېلپټلۍ د جوړولو په برخو کې د همکاریو د دوام ډاډ ورکړ. په دې کتنه د کورنیو چارو وزیر ویلي، افغانستان د امن، سوداګرۍ او پرمختګ پر لور روان دی او له قزاقستانه د ښه نیت او سیمهییزې همکارۍ تمه لري.



































