د لوړو زدهکړو وزارت په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې د دغه وزارت وزیر، ندا محمد ندیم، په نړۍوالو چارو کې د ایران د مذهبي مشر له ځانګړي سلاکار، علياکبر ولایتي سره کتلي دي. سرچینې ویلي، چې د لیدنې پرمهال، په طبي او تخنیکي برخو کې د افغانستان د اړتیاوو په اړه مالومات شریک شوي او په دې برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر دوهاړخیزو همکاریو او همغږۍ ټینګار شوی دی. په خبرپاڼه کې راغلي، چې علياکبر ولایتي په یادو برخو کې د افغانستان د لوړو زدهکړو د پیاوړتیا او ودې لپاره د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی دی.



































