د غور ولایت په چهارسدې ولسوالۍ کې د ۲۴ میلیونه افغانیو په لګښت د پاکو اوبو رسولو د درېیو شبکو د جوړولو چارې پیل شوې. ځایي مسوولین وایي، دا پروژې د نړۍوال بانک په مالي او د «ډاکار» موسسې په تخنیکي همکارۍ په ګرګین، بادقُل او ګلخینج کلیو کې پلي کېږي، چې په بشپړېدو سره به یې شاوخوا ۱۰۰۰ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ومومي.



































