په قطر کې د افغانستان سفیر سهیل شاهین له اروپايي او ترکي چارواکو سره په جلا لیدنو کې د دوه اړخیزو اړیکو، زدهکړو، سوداګرۍ او په افغانستان کې د پانګونې په اړه خبرې کړې دي. قطر کې د افغانستان سفارت ویلي، چې نوموړي د اروپا د سولې انسټیټیوټ له سلاکار پاتریک ډیوریس او د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت له مسوول جهاد ارګینای سره هم لیدلي، چې په دې لیدنو کې د سیمې او نړۍ د سیاسي وضعیت او افغانستان کې د پانګونې پر موضوعاتو نظرونه تبادله شوي دي.



































