په قطر کې د افغانستان سفیر محمد سهیل شاهین د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي ریچارد لینزي او د ماشومانو او وسله والو شخړو برخه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې مېرمن ونیسا فریزر سره جلا جلا کتنې کړې دي. په دې لیدنو کې د افغانستان او بریتانیا ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو، په بریتانیا کې مېشتو افغانانو ته د کونسلي خدمتونو، د افغانستان او نړۍ ترمنځ د تعامل څرنګوالي، او د ملګرو ملتونو اړوند موضوعاتو په اړه بحثونه شوي دي. همدارنګه د سیاسي وضعیت، بشري مرستو، د ماشومانو د خوندیتوب، تعلیم او یو شمېر نورو موضوعاتو هم خبرې شوې دي. سفارت زیاتوي چې دواړو خواوو د مثبتو اړیکو پر پیاوړتیا او د بشري او سیاسي همکاریو د دوام پر اهمیت ټینګار کړی.



































