د بدخشان ولایت ځايي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په کشم ولسوالۍکې د ۴.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوې شبکې د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. د ځایي چارواکو په خبره د یادې پروژې چارې د اکه دفتر په مالي ملاتړ د ۴.۵ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. د سرچینې د مالوماتو له دې شبکې څخه شاوخوا ۲۵۰ کورنۍ ګټه پورته کوي.



































