د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام خبر ورکړی، هغه ښوونځی، چې دوه کاله وړاندې د هرات په زلزله کې په بشپړه توګه ویجاړ شوی و، اوس د ۴۰۰ زدهکوونکو لپاره بیا رغول کیږي. دغه پروګرام نن پنجشنبه په یوه لیکلي پیغام کې ویلي، چې د هرات ولایت د رباط سنګي ولسوالۍ اړوند «لکلک خانه» ښوونځی بېرته جوړي. د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام ټینګار کړی چې دوی اوس مهال داسې ښوونځي جوړوي چې د طبیعي پېښو پر وړاندې کلک وي.



































