د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په تازه خپاره کړي راپور کې ویلي، چې د نومبر تر۱۶مې نېټې یې په کونړ، لغمان او نورستان ولایتونو کې د وروستیو زلزلو له ۳۲۴ زره اغېزمنو سره بشري مرستې کړې دي. په راپور کې راغلي چې دغو زلزلو د هیواد په ختیځ کې ۴۹۹ زره کسان اغېزمن کړي چې ۲۲۱ زره یې په جدي توګه بړنیو مرستو ته اړتیا لري. اوچا زیاته کړې، چې له دغو کسانو سره د مرستو لپاره څه باندې ۱۱۱ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري؛ خو تر اوسه یې یوازې ۳۸ میلیونه ډالر ترلاسه کړي دي.



































