د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د روانې اونۍ په ترڅ کې یې په دغه ولایت کې ۱۴۴ روغتیایي مرکزونه د روغتیایي سرغړونو له امله تړلي دي. د مسوولینو په خبره روانه اونۍ د دې ادارې او د خوړو، درملو او د څارنې او پلټنې امریتونو ګډو ټيمونو په مرکز جلالاباد ښار، بهسودو، ښیوې، سرهرود، چپرهار، کامې، روداتو، اچین، سپينغر، بټيکوټ، شینواري او نازیانو ولسوالیو کې د روغتیايي قوانینو د تطبیق په موخه د بېلابېلو خصوصي روغتیايي مرکزونو او د خوراکي توکو پلورنځيو څارنه او پلټنه ترسره کړې ده. د دې څارنې په پایله کې ۱۴۴ هغه مرکزونه، کلینیکونه او روغتونونه چې په معیارونو برابر نه وو او د تحصیل او فعالیت په اسنادو کې یې نیمګړتیاوې موجودې وې، مُهر او لاک کړل شوي دي.



































