د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقایي ویلي، چې ایران به راتلونکې اونۍ د افغانستان په اړه د یوې سیمهییزې غونډې کوربه وي. هغه د کابل او اسلاماباد ترمنځ روانو ترینګلتیاوو ته په اشاره ویلي چې ایران له دواړو هېوادونو سره اړیکې لري او د سیمې سولې او ثبات ته لومړیتوب ورکوي. بقایي ټینګار کړی چې هېواد یې د سیمهییزو ترینګلتیاوو د کمولو او د تفاهم د رامنځته کولو لپاره خپلې هڅې نه سپموي. د ده په وینا، دغه غونډه به د پاکستان، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، چین او روسیې د ځانګړو استازو په ګډون په تهران کې ترسره شي.



































