د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس وايي چې د ارملک–لامان ۵۲ کیلومتره سړک چې د افغانستان د حلقوي سړک یوه مهمه برخه ګڼل کېږي، چارې یې د ۳.۸ میلیونه ډالرو په لګښت بشپړې شوې دي. حقشناس وايي، دغه سړک د هرات له کرخ ولسوالۍ تر بادغیس ولایت لامان سیمې پورې غځېدلی او د پروژې ټول کارونه، چې پکې د شولډرونو جوړول، ویالې، ګاردریلونه، پلګوټي، درې لوی پلونه او استنادي دېوالونه شامل دي، بشپړ شوي دي. حق شناس ویلي، له دې سره د حلقوي سړک یوه حیاتي برخه تکمیل شوه چې د تګ راتګ اسانتیاوې، د لېږد لګښتونو کمېدل، د سفر د وخت لنډېدل او د سیمهییزې سوداګرۍ پیاوړتیا کې مهم رول لري.



































