د ژغورنې نړۍوالې کمېټې ویلي، چې د امریکا د حکومت وروستیو اقداماتو کډوال د خپل راتلونکي په اړه له جدي اندېښنو سره مخ کړي دي. یادې کمېټې د خبرپاڼې له مخې، دا فشارونه د امریکا د سیاسي ګوندونو د کډوالو د ملاتړ له پالیسیو سره په ټکر کې دي. په خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان، ایران، وینزویلا او اوکراین په ګډون د یو شمېر هېوادونو د وګړو د کډوالۍ پروسې درول شوې او حتی هغو کسانو ته هم خبرداری ورکړل شوی چې غوښتنلیکونه یې منل شوي، څو دوسیې یې بیا وڅېړل شي. د ژغورنې نړۍوالې کمېټې مرستیال هانس فان ډي ورډ ویلي، یو شمېر کډوال چې کلونه یې په پنډغالو کې تېر کړي او له اوږدو حقوقي پړاوونو وروسته منل شوي، اوس یو ځل بیا د اېستل کېدو له ګواښ سره مخ دي.



































