په دې وروستیو کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا په پرلهپسې ډول د افغانانو او افغانستان په اړه د سپکاوي، تحقیر او توهین له ژبې کار اخیستی او زموږ هېواد یې د “دنیا دوزخ” بللی دی. دا ډول څرګندونې نه یوازې د یوه ملت د عزت او کرامت ښکاره سپکاوی دی، بلکې د هغه استعماري او متکبر فکر تسلسل هم دی چې تل یې هڅه کړې د ملتونو تاریخ، هویت او قربانۍ تر پښو لاندې کړي. ټرمپ، چې خپله د امریکا په سیاسي تاریخ کې د جنجالونو، دروغو او اخلاقي ناکامیو سمبول ګرځېدلی، هېڅ ډول اخلاقي او تاریخي حق نه لري چې د افغانانو په اړه دا ډول سپکې خبرې وکړي.
افغانستان یو لرغونی هېواد دی، زرګونه کاله تاریخ، ژور تمدن، غني فرهنګ او ځانګړی کلتور لري. دا خاوره د نړۍ د سترو امپراتوریو د تګ راتګ شاهده پاتې شوې، خو خپله یې خپل هویت، ژبه، دین او عنعنات ساتلي دي. هغه ملت چې د تاریخ په اوږدو کې یې د یرغلګرو پر وړاندې قربانۍ ورکړې، له خپلواکۍ یې دفاع کړې او د پردیو دسیسې یې شنډې کړې دي، هېڅکله د سپکاوي وړ نه دی. که نن افغانستان له اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو ستونزو سره مخ دی، دا ستونزې د افغانانو د ناپوهۍ یا کمزورۍ پایله نه، بلکې د نړۍ د سترو قدرتونو، په ځانګړي ډول د متحده ایالاتو، د لاسوهنو مستقیمه نتیجه ده.
شاوخوا دوه لسیزې امریکا او متحدینو یې د ترهګرۍ پر ضد جګړې تر نامه لاندې زموږ هېواد اشغال کړ. په دې موده کې زرګونه افغانان ووژل شول، میلیونونه بېکوره شول، بنسټونه ویجاړ شول او د هېواد د خپلواکۍ بنسټونو ته سخت زیان واوښت. امریکا د افغانستان په کورنیو چارو کې ژور لاس وواهه، ناکام نظامونه یې راوپارول، فساد ته یې لاره هواره کړه او بالاخره یې دا هېواد په داسې وضعیت کې پرېښود چې تر نن پورې یې افغانان بیه پرې کوي. اوس هماغه سیاستوال، چې د دې ټولو ناخوالو اصلي عاملین دي، افغانان ملامتوي او سپکوي؛ دا نه یوازې بېانصافي، بلکې ښکاره ریاکاري ده.
ټرمپ باید دا ومني چې افغانستان د امریکا د ناکامو پالیسیو قرباني دی، نه دا چې د نړۍ لپاره “دوزخ”. که د نړۍ کوم ځای د جګړو، وینو او بېثباتۍ شاهد پاتې شوی، د هغې تر شا د لویو قدرتونو اقتصادي، پوځي او سیاسي ګټې پرتې دي. افغانان د جګړې غوښتونکي نه دي، افغانان د سولې، عزتمن ژوند او خپلواک راتلونکي غوښتونکي دي. خو کله چې د دوی پر خاوره د ازمایښت ډګر جوړ شي، طبیعي ده چې پایلې به دردونکې وي.
نن افغانان تر بل هر وخت زیات هوښیار شوي دي. دوی اوس ښه پېژني چې د نړۍ لرې او نیږدې هېوادونه څوک دي، څوک د دوستۍ دعوه کوي او څوک د خپلو شومو موخو لپاره د افغانانو له نوم او احساساتو استفاده کوي. د تېرو لسیزو تجربې دا ثابته کړه چې ډېر بهرني ځواکونه د افغانستان خیر نه غواړي، بلکې غواړي دا خاوره د خپلو ستراتېژیکو موخو لپاره وکاروي. همدا لامل دی چې نور باید هېڅ افغان د تشو شعارونو، دروغجنو ژمنو او فریبنده مرستو تر اغېز لاندې را نه شي.
تر ټولو مهم درس چې افغانانو له دې ټولو ناخوالو اخیستی، د ملي یووالي او وحدت ارزښت دی. که موږ سره یو موټی پاتې شو، که قومي، ژبني او سمتي اختلافات د پردیو دسیسو ته قرباني نه کړو، هېڅ بهرنی ځواک به ونه شي کولی زموږ پر برخلیک لوبې وکړي. د ټرمپ په څېر سیاستوال هغه وخت د سپکاوي جرأت کوي چې موږ کمزوري او وېشل شوي ووینو. خو یو متحد ملت د هېچا د سپکاوي وړ نه دی.
نن د افغانانو مسوولیت دا دی چې د خپل هېواد د عزت دفاع وکړي، خپل تاریخ او هویت وپېژني، او نړۍ ته دا پیغام ورسوي چې افغانستان د دوزخ نوم نه دی، بلکې د زړورو انسانانو، ژور فرهنګ او نه ماتېدونکي ارادې خاوره ده. موږ باید خپلو ځوانانو ته دا شعور ورکړو چې د پردیو تبلیغاتو ښکار نه شي، خپلې ملي ګټې لومړیتوب وګرځوي او د هېواد د ثبات لپاره ګډ کار وکړي.
په پای کې، ټرمپ او د هغه په څېر نور سیاستوال به راځي او ځي، خو افغانستان به پاتې کېږي. دا خاوره د تاریخ په اوږدو کې د متکبرو واکمنانو قبرستان پاتې شوې ده. افغانان که هر څومره له ستونزو سره مخ وي، خو د عزت، غیرت او خپلواکۍ احساس یې ژوندی دی. زموږ ځواب د سپکاوي پر وړاندې غوسه نه، بلکې یووالی، پوهاوی او ملي اراده ده. همدا هغه ځواک دی چې د نړۍ هره شومه دسیسه شنډولی شي.



































