د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکایف له نړۍوالې ټولنې غوښتي چې افغانستان ته د بشري مرستو لړۍ روانه وساتي او ویلي یې دي چې دا کار د سیمې د امنیت د ټینګښت لپاره ډېر ارزښت لري. نوموړي دا څرګندونې د ترکمنستان په پلازمېنې عشقآباد کې د «سولې او باور» تر سرلیک لاندې نړۍوال کنفرانس ته د وینا پر مهال کړې او ټینګار یې کړی، چې د افغانستان د بشري ستونزو حل او بیارغونه یوه جدي اړتیا ده. توکایف زیاته کړې، چې قزاقستان د بشري مرستو، ښوونیزو پروګرامونو، سوداګرۍ پراختیا او د خوړو د امنیت له لارې د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکوي.


































