په ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازي له افغان کډوالو سره د نړۍوالو مرستو په برخه کې د پام وړ کمښت په اړه نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې تهران له سختو بندیزونو سره سره له کلونو راهیسې د ملیونونو افغان وګړو کوربه توب کړی، خو نړۍوالې ټولنې په دې برخه کې خپلې لږ ژمنې نه دي پوره کړي. د ایراني رسنیو د راپور له مخې، امیر سعید ایرواني د امنیت شورا په غونډه کې د افغانستان په اړه ویلي، چې د ۲۰۲۶ کال لپاره نړۍواله مالي مرسته تر ۶۰ سلنه راکمه شوې ده. ایرواني ټینګار کړی چې ایران د نړۍوالو اصولو په چوکاټ کې د بېاسناده افغانانو ستنول ترسره کړي او خبرداری یې ورکړ چې له عادلانه نړۍوال ملاتړ پرته، ایران نشي کولی د میلیونونو افغان کډوالو د مېلمهپالنې بار یوازې پر اوږه واخلي.



































