له اوږدې مودې راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه نږدې په بشپړ ډول درېدلې ده. دا درېدنه که څه هم په ظاهره د دواړو لورو لپاره ستونزې رامنځته کولای شوې، خو عملي پایلو وښودله چې زیان تر ډېره د هغه لوري په برخه شو چې د فشار او امتیاز اخیستنې سیاست یې غوره کړی و. پاکستان تمه لرله چې د ترانزیټي لارو تړل، د سوداګرۍ محدودول او پر افغانستان اقتصادي فشار به افغان بازارونه فلج کړي، د خلکو ژوند به له ستونزو سره مخ شي او افغان حکومت به مجبوره شي د اسلاماباد غوښتنو ته غاړه کېږدي، خو دا محاسبه له پیل څخه ناسمه وه.
افغانستان، سره له دې چې یو وارداتي هېواد بلل کېږي، وښوده چې کولی شي په سختو شرایطو کې بدیلې لارې پیدا کړي، د ګاونډیانو پر انحصار تکیه کمه کړي او خپلې اقتصادي بنسټیزې موخې له سره تنظیم کړي. د پاکستان د بندیزونو او محدودیتونو پر وړاندې، افغان سوداګرو نوې لارې پرانېستلې، سوداګریز تمرکز یې منځنۍ اسیا، ایران، چین او نورو بازارونو ته واړاوه، او حکومت هم دې ته متوجه شو چې اقتصادي بقا یوازې له یوه ګاونډي سره په تړاو کې نه ده.
پاکستان ګومان کاوه چې د افغانستان اقتصاد به له همدې لارې مات کړي، خو پایله برعکس شوه. افغان بازارونه سقوط نه شول، اسعارو ثبات وساته، واردات او صادرات د بدیلو لارو له لارې روان شول، او تر ټولو مهمه دا چې افغانستان د ځان بسیاینې، اقتصادي تنوع او سیمهییزو بدیلو همکاریو په ارزښت ښه پوه شو. په مقابل کې، پاکستان خپل لوی بازار له لاسه ورکړ، صادرونکي یې زیانمن شول، د ترانزیټ عایدات راکم شول او هغه فشار چې تمه یې کېده د افغانستان پر اقتصاد واوړي، بېرته د پاکستان پر اقتصاد تمام شو.
همدا تجربه دا حقیقت لا روښانه کوي چې د فشار سیاست نه یوازې ناکام دی، بلکې د فشار اچوونکي لپاره هم اوږدمهاله زیانونه لري. افغانستان اوس باید له احساساتي یا شتابزده پرېکړو څخه ډډه وکړي. دا حالت، چې افغانستان پکې له نسبي اقتصادي ثبات سره مخ دی او پر خپلو بنسټیزو اقتصادي موخو تمرکز کوي، باید وساتل شي. له پاکستان سره د لارو تړل یوازې یو موقتي اقدام نه، بلکې د دې پیغام رسونه ده چې افغانستان نور د سیاسي فشارونو تر سیوري لاندې سوداګرۍ ته تیار نه دی.
که د وخت په تېرېدو سره د پاکستان له لوري د لارو د بیا پرانېستلو غوښتنه کېږي، افغان حکومت ته په کار ده چې دا موضوع د تېر په څېر ساده او بېقیده ونه ګڼي. لارې باید هغه وخت خلاصې شي چې روښانه، عادلانه او عملي شرایط موجود وي. قوی تضمینونه، د سوداګرو د حقونو خوندیتوب، د سیاسي مداخلې مخنیوی او د ترانزیټي اصولو ته بشپړ درناوی باید د هر ډول نوي تفاهم بنسټ وي. پرته له دې، د پخوانیو تجربو تکرار به یوازې د وخت ضایع کول وي.
افغانستان اوس په داسې پړاو کې دی چې کولی شي د سوداګرۍ په برخه کې له خپلې تجربې ګټه واخلي. دا تجربو ثابته کړه چې اقتصادي استقلال یوازې شعار نه، بلکې عملي امکان دی. هغه هېواد چې کلونه یې د یوه ګاونډي له لارې د د اقتصاد او سوداګری تنفس کاوه، اوس وښودله چې د بدیلونو جوړول، د نوو دهلېزونو کارول او د ملي ګټو پر بنسټ پرېکړې کول شوني دي. همدا دریځ باید د افغان حکومت د راتلونکو پالیسیو محور وي.
پاکستان ته هم دا پیغام باید روښانه وي چې افغانستان نور د فشار منلو پخوانی هېواد نه دی. سوداګري باید د متقابل احترام، ګټې او ثبات پر بنسټ ولاړه وي، نه د بندیز، ګواښ او سیاسي اجنډاو پر اساس. که دا درک رامنځته شي، دواړه هېوادونه کولای شي له سالمو اقتصادي اړیکو ګټه واخلي، خو که زاړه سیاستونه دوام وکړي، افغانستان باید پر خپلو بدیلو لارو ولاړ پاتې شي.
په ټوله کې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ درېدنه یوه مهمه ازموینه وه؛ ازموینه چې افغانستان پکې بریالی راووت. اوس د افغان حکومت مسؤلیت دی چې دا بریا د اوږدمهاله اقتصادي سیاست په بدلون بدله کړي، له بېقیده امتیاز ورکولو ډډه وکړي، او هره راتلونکې سوداګریزه دروازه یوازې هغه وخت پرانیزي چې د افغانستان ملي ګټې پکې خوندي وي. دا نه د تقابل سیاست دی او نه د انزوا، بلکې د عقل، تجربې او اقتصادي خپلواکۍ لاره ده.




































