ارګ وایي عربي متحدو اماراتو د کابل ددې دریځ ملاتړ کړی چې د سولې ولکه دې پخپله له افغانانو سره وي او همدوی دې یې مشري کوي. دغه څرګندونې داسې مهال شوې چې له طالبانو سره په قطر کې د امریکا پټو خبرو کابل ته شکونه اچولي دي. ولسمشر اشرف غني په ابو ظبي کې له ولیعهد محمد بن زاید او نورو چارواکو سره د سولې په ګډون پر یو شمېر مسلو غږېدلی دی. ولسمشر غني وروسته په هغه هېواد کې مېشتو افغانانو ته هم خبر ورکړی چې سوله راځي، خو داسې سوله چې ټول یې غواړي. ولسمشر غني دغه راز ویلي ځایي چارواکو ورسره په افغانستان کې د پانګونې او د افغاني مالونو د پېر هوکړه کړې ده. ولسمشرۍ ماڼۍ وايي د متحده عربي اماراتو له ولیعهد سره په غونډه کې دواړو لوریو ټینګار وکړ چې د سولې لپاره هڅې باید د افغانانو په مشرۍ او ددوی په واک کې وي. متحده عربي اماراتو د افغان سولې په چاره کې لیوالتیا ښودلې او د امریکايي او طالب استازو یوه غونډه هم په دغه هېواد کې شوې ده. اقتصادي اړیکي د متحده عربي اماراتو له مشرانو سره د ښاغلي غني د خبرو تر ټولو مهم ټکي و.



































