د ولسمشر دوهم مرستيال سرور دانش د سولې په خبرو كې له ټولو ښكېلو اړخونو غواړي، چې د بيان ازادۍ ساتنه تضمين كړي. دانش نن د خبريال د ملي ورځې نمانځغونډې ته وويل، سوله ملي او حياتي موضوع ده او ټول افغانان د سولې د روان بهير ملاتړ كوي، خو د بيان ازادي هم د افغانستان خلكو ته زيات اهميت لري. د دانش په وينا، د بيان ازادۍ په نه شتون كې پر ټولنې جګړه او تاوتريخوالى حاكم كېږي. د ملي يووالي حكومت كابينې نېږدې دوه اونۍ وړاندې د كب مياشتې ۲۷مه نېټه د خبريال د ملي ورځې په نوم ونوموله او دا ورځ به هر كال په ټول هېواد كې نمانځل كېږي. افغانستان د خبريالانو لپاره يو له خطرناكو هېوادونو څخه دى او يوازې په روانه كب مياشت كې په هلمند او خوست ولايتونو كې پر دوو افغان خبريالانو بريدونه وشول، چې يوه يې د سختو ټپونو له كبله ساه وركړه.



































