د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي علي وزیر او د وزیرو قوم مشر ډاکترګل عالم او یو شمیر نورو مشرانو، د انګور اډې په سرحدي سیمه کې د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ له سلګونو اوسیدونکو، قومي مشرانو، او مخورو سره کتلي دي. په دې لیدنه کې د پي ټي ایم مخکښ فعال، علي وزیر او د وزیرو قومي مشر ګل عالم وویل، په کرښه د اغزن تارغځیدل پښتنو ته د منلو نه دی او باید د تګ راتګ لپاره یې سهولتونه رامنځته شي. هغوی دغه راز د پکتیکا برمل ولسوالۍ په تازه پیښه کې د وژل شویو عامو ولسي خلکو له کورنیو سره غم شریکي وکړه او له افغان حکومته یې د پیښې د دقیقې پلټنې غوښتنه کړې ده. دا په داسې حال کې ده چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ علي وزیر غوښتل د پکتیکا ولایت برمل ولسوالي ته راشي خو پاکستاني پوځیانو ورته له کرښې د را اوښتو اجازه نه ده ورکړې. د علي وزیر هرکلي ته د کرښې له دې غاړې په زرګونو ځوانان او قومي مخور ورغلي وو.



































