اجرایيه ريیس عبدالله عبدالله د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې د بين الافغاني مذاکراتو مقدمه بللي او زیاته کړې یې ده چې د سولې اصلي پروسه هغه وخت پیلېږي کله چې افغانان خپلو کې خبرو ته سره کېني. عبدالله دغه څرګندونې نن د کابل په بادام باغ کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د “سولې او سمستورتیا” په نوم د نیالګيو اېښودلو ملي کمپاين د پيل په مراسمو کې کړې دي. ده زياته کړې، د سمسورتیا تر څنګ افغانان راتلونکي کال کې سولې ته هم سترګې په لاره دي چې دده په خبره داسې هیلې ډېرې دي چې نور به د افغانانو دا هیله پوره کېږي. عبدالله وايي، سره له دې چې سږ کال په افغانستان کې ځينې ناخوالې هم وې، خو د سولې خبرې، د ولسي جرګې په ټاکڼو کې د خلکو پراخ ګډون او د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره چمتووالى د سږ کال لاسته راوړنې دي. دا په داسې حال کې ده چې د ولسي جرګې ټاکنې د تلې په مياشت کې شوې، خو په دغو ټاکنو کې د پراخو درغليو راپورونه شته او تر اوسه يې د شاوخوا نيمايي ټاکنيزو حوزو پايلې نه دي اعلان شوې