د افغانستان د ټاکنو یو شمېر بنسټونه وایي، که د ټاکنو په مهالوېش کې بدلون راشي، ممکن دا انتخابات راروان کال هم ترسره نه شي. د ټاکنو د ځینو څارونکو په باور، راتلونکې ولسمشرۍ ټاکنې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د غړو ترمنځ د اختلافونو او دغه راز ددغه کمیسیون د ناسم مدیریت له امله په لانجو کې پاتې دي. د ټیفا مشر محمد نعیم ایوبزاده وایي، که په دغه کمیسیون کې د پروګرامونو نشتوالی همداسې دوام وکړي، ولسمشریزي ټاکنې به راتلونکی کال هم ونه شي. دا په داسې حال کې ده چې مخکې تر دې د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویلي وو چې د ولسمشر له خوا د ټاکنو د قانون له تعدیل سره باید پروګرامونه له سره طرحه شي، خو د ټاکنو د څارونکو په باور که دا پروګرامونه له سره طرحه شي ښایي وخت ډېر ونیسي او راتلونکي ولسمشرۍ ټاکنې ترسره نه شي.



































