د هند د بهرنیو چارو وزارت وایي، هغه وګړي یې د وسله والو له منګولو خلاص شوي چې د ۲۰۱۸ کال په مې کې په بغلان کې تښتول شوي وو. په خبرپاڼه کې راځي چې هند ددغه کسانو په خلاصون کې د افغان حکومت له هڅو او منډو ترړو مننه کوي او په همدې لړ کې به په بېلو برخو کې د هند افغانستان همکارۍ دوام کوي. هندي حکومت ویلي چې ورته پېښې یې له افغانستان سره د بیا رغونې او پرمختګ په برخه کې مرستې نه شي زیانمنولی او دوی به تر پخوا لا پیاوړي د افغانانو تر څنګ ولاړ وي. تېر میلادي کال د برېښنا ځينې هندي انجنیران په بغلان کې د وسله والو طالبانو له لوري تښتول شوي وو، خو اوس خوشي شوي دي. هند وایي چې دغه وګړي یې خپل هېواد ته رسېدلي دي.



































