د هېواد د امنیتي او دفاعي سکتور په امنیتي غونډه کې د راتلونکو عملیاتو پر سر بحث شوی دی. د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د هېواد د امنیتي او دفاعي سکتور غونډه تېر ماښام د ولسمشر غني په مشرۍ په ارګ کې جوړه شوې وه. په دې غونډه کې د امنیتي سکتور مشرانو ګډون کړی و او د هېواد پر روان امنیتي وضعیت یې بحثونه کړي دي. ولسمشر غني دوی ته سپارښتنه کړې چې د امنیت د تامین او د راتلونکو عملیاتو په اړه دې اړین تدابیر ونیسي. په دې غونډه کې په راتلونکي پسرلي کې د عملیاتو د پیل په اړه خبرې شوې دي او د امنیتي وضعیت ښه والي باندې بحث شوی دی.



































