په هرات کې د سختو سیلابونو د راوتلو له امله خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي. د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي، چې د سیلابونو د راوتلو له امله د ماشومانو په ګډون لس کسه د هرات په زنده جان، رباط سنګي او کوه زور ولسوالیو کې وژل شوي دي. سرچینه کاږي چې په دې پېښه کې د خلکو زرګونه جرېبه زراعتي ځمکه وېجاړه شوې او سلګونه کورونه له منځه تللي دي.



































