د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف د افغانستان پر موضوع د بحث لپاره امریکا ته ځي. نوموړي ویلي دی به واشنګټن ته لاړ شي، هغه ځای ته چې د افغانستان په اړه مشورتي ناسته کېږي. نوموړي زیاته کړې، دی به د مارچ میاشتې په ۲۰مه واشنګټن کې د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره وګوري. کابلوف وړاندې تر دې په قطر کې د امریکا او طالبانو وروستۍ لیدنې ته په اشارې ویلي وو، دا لیدنه د افغان سولې لپاره ارزښتناکه ده خو دوی تر اوسه له طالبانو سره د رسمي اړیکو په اړه کوم پلان نه لري.



































