ټاکل شوې ده چې د افغان سياستوالو او طالبانو ترمنځ دويمه ناسته د نوي لمريز کال د وري مياشتې په ٢٥مه نېټه د قطر په پلازمېنه دوحه کې جوړه شي. که څه هم ټاکل شوې وه چې د دوى ترمنځ دويمه ناسته څو ورځې مخکې شوې واى، خو د ځينو نامعلومو دلایلو له امله ځندېدلې وه. د مسکو تېره ناسته د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر له خوا تنظيم شوې وه او راتلونکې ناسته هم یاد دفتر تنظيموي. د پژواک اژانس د خبر له مخې، د کرزي د دفتر يوې سرچينې چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله ویلي، د قطر د ناستې په اړه سلا مشورې روانې دي. سرچينې زياته کړې، ټاکل شوې ده چې دا ناسته د راتلونکې وري مياشتې په ٢٥مه ترسره شي. د حامد کرزي د واکمنۍ پخواني سلاکار شهزاده مسعود هم منلې چې د قطر د ناستې په اړه سلا مشورې روانې دي، خو تر اوسه د ګډونوالو لېست نه دى بشپړ شوى. د هغه په وينا، تر نوروز وروسته به د دې ناستې په اړه ډېر جزيات په ډاګه شي.



































