امنيتي چارواکي ادعا کوي چې د کندوز په چهاردرې ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال ٢٧ طالبان وژل شوي خو يوه سرچينه بيا وايي چې په دې جګړه کې شپږ ملکي وګړي هم وژل شوي دي. د ٢٠٩ شاهين قول اردو د عامه اړيکو مسوول جګړن محمد حنيف رضايي وويل چې تېره شپه ځانګړو ځواکونو چهاردرې ولسوالۍ کې عمليات کړي دي چې پر مهال یې ۲۷ طالب وسله وال وژل شوي دي. خو په چهاردرې ولسوالۍ کې يوې امنيتي سرچينې وويل چې تېره شپه ځانګړو ځواکونو د ځمکې او هوا له لارې د دې ولسوالۍ په سرک بالا سيمه کې عمليات کړي دي. هغه وايي چې په دغو عملياتو کې ٢٠ وسله وال طالبان او شپږ ملکي وګړي وژل شوي او شپږ شکمن کسان ځانګړو ځواکونو له ځان سره بيولي دي. طالب ویاند ذبیح الله مجاهد بیا خپل لورې ته اوښتې مرګ ژوبلې له یادونې پرته ویلي چې تېره یې د امنیتي ځواکونو پر کاروان برید کړی او ۱۶سرتېرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.



































