دفاع وزارت، له یو شمېر قرادادیانو نه د افغان سرتېرو لخوا د پوځي تجهیزاتو اخیستلو په اړه د سیګار راپور نه رد او نه تاییدوي، خو وايي چې په دې اړه به څېړنې وکړي. د دفاع وزارت چارواکي وايي، د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش د دفتر (سیګار) وروستی یې رپوټ لوستلی، خو وايي، دا چې په دې رپوټ کې څه ویل شوي حقیقت لري او کنه څېړنې کوي. دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بیاروغونې لپاره د امریکا سرمفتش (سیګار) ادارې ویلي چې د امریکا د پوځي انجنیرۍ قول اردو د عملیاتو او د پوځي وسایطو او وسایلو د ساتنې قرارداد چې یو میلیون امریکايي ډالر ارزښت یې لاره د دغه قرارداد د بیا کتنې برمهال سیګار موندلې چې د افغان ځواکو پرسونل، له قراردادیانو څخه د هغوی شخصي وسایل اخیستي دي. د دفاع وزارت ویاند قیس منګل وویل، دفاع وزارت به په دې اړه تر څېړونو وروسته خپل نظر څرګند کړي.



































