د هرات په شینډنډ، زنده جان، غوریان او یو شمېر نورو ولسوالیو کې راغلي دي. د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد په دې اړه وویل، چې د وژل شوو کسانو شمېر ۱۵ ته رسېدلی، چې ښځې ماشومان او سپین ږیري پکې شامل دي. تر ټولو ډېره مرګ ژوبله په غوریان، زنده جان، رباط سنګي او ځینو نورو سیمو کې اوښتې ده. سیلابونو نږدې زر کورنۍ زیانمنې کړې دي. شاوخوا یوه میاشت مخکې په هرات کې ورته سیلابونو ۷ کسان وژلي وو.



































