د بلخ د موضوع په اړه عطا محمد نور نوی خبرداری ورکړی دی. د بلخ پخواني والي عطا محمد نور ویلي چې د کورنیو او ملي دفاع له سرپرست وزیرانو سره یې په بلخ کې د وروستۍ راپورته شوې موضوع په اړه هوکړه لاسلیک کړې ده. دده په خبره دوی پر یوې درېیمې لارې هوکړې ته رسېدلي دي او هیله لري چې دغه هوکړه عملي کړل شي. عطامحمد نور وايي که حکومت هوکړه عملي نه کړي نو پر ټولو احتمالي لارو چارو فکر کوي. هغه د جګړې کولو مستقیم خبرداری نه دی ورکړی، خو وایي که حکومت جګړه ورباندې تحمیل کړي نو له ځان به دفاع کوي. څه موده وړاندې د ولسمشر په فرمان بلخ ته نوی امنیه قومندان ولیږل شو، خو د بلخ پخواني والي ددې کار مخالفت وکړ چې له امله یې په مزار شریف ښار کې ګډوډۍ او نښتې رامنځ ته شوې.



































