د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا ویلي چې په افغانستان کې د وروستیو سیلابونو له امله ۶۳ تنه وژل شوي او ۳۱ نور ټپیان دي. د اوچا له خوا د زیانمنو شویو په اړه خپاره شوي وروستي راپور کې راغلي، د دغو سیلابونو له امله له ۱۲۲ زرو څخه زیاتو کسانو ته مالي زیانونه رسیدلي دي. د راپور د معلوماتو پر بنسټ، د فراه، کندهار، هلمند، هرات، کاپیسا، پروان، زابل او کابل ولایتونو کې دغه راز سیلابونو دولس زره او څلور سوه یوڅلویښت کورونه ویجاړ کړي، چې یوازې اوه زره او ۵۶۷ یې په فراه او کندهار ولایتونو کې ویجاړ شوي دي.



































