د ابوظبۍ ولیعهد محمد بن زاید د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر سره په لیدنه کې د داسې طرحې جوړولو وړاندیز کړی و چې پکې د سولې خبرو پرمهال طالب مشران ووژل شي. الجزیرې ټلوېزون ویلي، چې محمد بن زاید د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ته ویلي و، چې د امریکايي ځواکونو له وتلو سره ددې خطر شته چې افغانستان له بد حالت سره مخ شي. بن زاید د جنورۍ پر ۱۲ متحده عربي اماراتو ته د مایک پمپیو د سفر پر مهال دا وړاندیز د دې لپاره وکړ چې په دغه کار سره به د سولې خبرو کې د پرمختګ پر سر اختلاف له منځه لاړ شي. د سرچینې په خبره، بن زاید غوښتنه کړې وه چې د طالبانو مشرانو وژلو سره به د سولې خبرو کې د دې ډلې دریځ کمزوری شي.



































