امريکا د جنورۍ په ۲۷مې نېټې په رسمي توګه له پاريس تړون څخه ووتله. دغه هېواد د اقليمي ادارې له نړيوال سيسټم څخه بیا بیا سرغړونې کړي او اوس یې له نورو ۶۶ نړيوالو سازمانونو او تړونونو څخه هم د وتلو ګواښ کړی دی.
امريکا په يادو کړنو د نړيوال مديريت بهير ته زيانونه رسولي او د ملګرو ملتونو په مرکزيت څواړخيز سيسټم يې تر سخت فشار لاندې راوستلی او پر وړاندې خطرونه راپورته کړي دي.
امريکا د دغو کړنو تر شا کومې سياسي موخې لري؟ څواړخيزم سيسټم څنګه متزلزل پرمخ تللی شي؟
«پاريس تړون» د اقليمي ادارې په نړيوال بهير کې د مختلفو هېوادونو د هوکړو مرکزي چوکاټ دی، خو دغه تړون د امريکا د متغيرې رويې له امله له مسلسلو بریدونو سره مخ شوی دی.
د امريکې حکومت په ۲۰۲۵م کال کې له پاريس تړون څخه بيا د وتلو اعلان وکړ او دغه اعلان او پرېکړه يې د اقليمي اجنډا په اړه د دغه هېواد د دوو ګوندونو د ژور اختلاف څرګندويي کوي. جمهوريت غوښتونکی ګوند چې د امريکا د عنعنوي توليدي صنايعو او فوسيلي سون توکو د سکټورونو د ګټو اجنټ بلل کيږي، د اقليمي بدلون ضد اقدامات خپل اقتصادي بارونه او يادو سکټورونو ته زيان بولي. په امريکا کې ټولټاکنې د پانګو په برابروونکو پسې تړلې دي، نو ځکه یې حکومت کورنيو سياسي ګټو ته د انسانانو د ګډو ګټو په پرتله ترجيح ورکوي.
د چين د ټولنيزو علومو اکاډمۍ د دواملرونکي پرمختګ څېړنيز مرکز منشي او څېړوونکي وانګ موو پر دې اند دی، چې له پاريس تړون څخه د امريکې وتنه به د اقليمي پانګو پر نړيوال تمايل د اغېز په شمول ډېر زيانونه رامنځته کړي. اقليمي بدلون ته پاملرنه د نړيوالو پانګونو د تاسيس له معيارونو څخه دي او له پاريس تړون څخه د امريکې له وتنې وروسته به پولي سکټور په اقليمي برخو کې د پانګونو په بهير کې لازياتې اندېښنې راپورته کړي.
امريکا هوا ته په پراخه کچه کاربون اوباسي، خو له پاريس تړون څخه ووتله او هم به د ملګرو ملتونو د اقليمي بدلون له چوکاټي تړون څخه ووځي، چې له دې امله به د کاربون د ايستنې د کمولو نړيوال بهير مهم ګډونوال نه يوازې مایوسه شي، بلکې د کاربون د ايستنې د کموالي نړيوال محدوديتونه به هم مات شي او دغه هېواد به د نړيوال اقليمي مديريت نقض کونکی وګرځي.
برسېره پر دې، امريکا له ۶۶ نړيوالو سازمانونو او تړونونو څخه وتنه ادعا کوي. له دغو نړيوالو سازمانونو او تړونونو څخه ۳۱ يې د ملګرو ملتونو په چوکاټ پسې تړاو لري، چې پکې د عامې روغتيا، تعليم او کلتور او د بشري حقونو د تضمين په شمول د نړيوال مديريت مرکزي برخې شاملې دي. د امريکې د حکومت په نظر، له يادو برخو څخه” امريکا تر هر څه لومړۍ“ اصل او خپل سخت ځواک نه شي ښودلی.
شنونکي پر دې اند دي، چې په نړيوالو سازمانونو کې د پرمختيايي هېوادونو د ويناوو حق له مسلسل لوړوالي سره امريکا خپلې بادارۍ ته دوام نه شي ورکولی او اوس یې دا نظريه راپورته کړې، چې پانګې او هڅې يې له ترلاسه شويو ګټو سره برابرې نه دي. دغه راز دغه هېواد له نړيوالو سازمانونو څخه د وتلو له لارې له خپلو نړيوالو مسئوليتونو څخه هم تېښته کوي او هڅې کوي، چې د وتنې د ګواښ له لارې دغه نړيوال سازمانونه د امريکې اصولو او مقرراتو ته مجبور کړي.
د چين د ژنمين پوهنتون د ملي پرمختګ او ستراتيژۍ د څېړنيز انسټېټيوټ مرستيال دياو دا مينګ د امريکې یادې موخې او کړنې بې ځایه بولي او پر دې اند دی، چې نړيواله ټولنه باید د امريکا د دغو کړنو پر وړاندې ډاګيز مخالفت وښيي او کړنې يې باید وغندي.
هغو نړيوالو سازمانونو، چې امريکا ترې وتلې، له تېرو څو کلونو راهيسې خپل ګامونه نه دي درولي او نه یې هم خپل لوري بدل کړي دي.
نړيواله ټولنه د څواړخيز سيسټم د خونديتوب لپاره يو موټې ده او له نړيوالو سازمانونو څخه د امريکا له وتنې وروسته د رامنځته شوې تشې د ډکولو په هڅه کې ده.
ښاغلي دياو دا مينګ پر دې اند دی، چې نړيوالې ټولنې د امريکا له يادو ناسمو کړنو سره مخالفه رويه ښودلې او د يوه وجود بڼه يې خپله کړې ده.
نوموړي ويلي، نړيواله ټولنه دې داسې مديريت ته چمتوالی ونيسي، چې د امريکې له ګډون پرته په اغېزمنه توګه روان وي.
هيڅ هېواد د نړيوالو ننګونو پر وړاندې ځان نه شي ساتلی. څواړخيز سیسټم د ګډو ننګونو پر وړاندې د مبارزې لپاره د انسانانو د هوښيارۍ او تجربو نتيجه ده. نړيواله ټولنه يوازې پر څواړخيزم د ټينګار، نړيوالې همغږۍ او همکاريو د ژورتيا او د څواړخيز سيسټم د بشپړوالي له لارې د اقليمي بدلون او عامې روغتيا په شمول د نړيوالو چلنجونو پر وړاندې اغېزمنې مبارزې کولی شي. که کوم هېواد نړيوالو ميکانيزمونو ته د کار د وسايلو رنګ ورکوي او د يواړخيزو اقدامونو له لارې له نړيوالو مسئوليتونو څخه تېښته کوي، نو دغسې کړنې به یې بالاخره په خپل زيان تمامې شي.



































