په دې وروستیو کې، ډېرو لوېدیځ هېوادونو له چین سره خپلې همکارۍ ته وده ورکړې ده. د کاناډا، فنلینډ، کوریا جمهوریت، بریټانیا او جرمني په ګډون د څو هېوادونو مشرانو چین ته سفر کړی یا یې د دې کار لپاره خپله لیوالتیا ښودلې ده. همدارنګه، د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني په داووس فورم کې غږ وکړ چې متوسط ځواک لرونکی هېوادونه باید ګډې همکارۍ وکړي. د هغه له غوښتنې په پراخه کچه هرکلی شوی دی.
ځینې امریکايي رسنۍ ادعا کوي چې د امریکا او د هغې د ملګرو ترمنځ اختلافونه رامنځته شوي او ګواکې چین له داسې فرصت څخه ګټه پورته کړې. حتی نورو وویل چې چین د لوېدیځ تمدن لپاره “بنسټیز ننګونه” رامنځته کوي.
د دغو خبرونو اصلي موخه د “چین ګواښ” تیوري خپرېدل دي. دوی د امریکا ملګرو ته ګواښ کړی چې له چین سره همکاري به “لوی اتحاد، خپل صنعتونه او حتی خپل ارزښتونه” له لاسه ورکړي. دا ادعاوې د خپلواک پرمختګ لپاره د بېلا بېلو هېوادونو غوښتنو ته هېڅ پام نه کوي.
د “چین فرصت” په داووس فورم کې یوه ګرمه موضوع وه. چین تل هڅه کړې چې د خپل پرمختګ سره نړۍ ته ګټه ورسوي او په پر له پسې توګه نړیوالې ټولنې ته ثبات او ډاډ ورکړي. له چین سره د همکارۍ ژورول یوه حتمي پایله ده. د سراسري جنوب هېوادونو له اوږدې مودې راهیسې موافقه کړې چې چین یو باوري او مساوي ملګری دی. دا د حیرانتیا خبره نه ده چې کاناډا او ډېری اروپایي هېوادونه اوس ورته پایلې ته رسېدلي دي. د چین د بازار پراخ بالقوه توان، د چین لخوا چمتو شوي عملي او اغیزمنې لایحې او د چین صداقت او اعتبار د یو ملګري په توګه د نورو هېوادونو لپاره له چین سره د همکارۍ بنسټ دی. حتی امریکا هم نشي کولی په اسانۍ سره له چین سره خبرې اترې او همکاري پرېږدي.
د سراسري جنوبي نړۍ لخوا د بریکس پراختیا هڅول، د جنوب ختیځو هېوادونو ټولنې له خوا “بې طرفه” پالیسۍ او د “متوسط ځواک لرونکو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ په اړه د کاناډا د لومړي وزیر وروستۍ غوښتنه ټول څرګندوي چې د ګډو ګټو پر بنسټ همکاري اوسنی لومړیتوب ګرځېدلی دی.
نن ورځ، د نړۍ ډېری هېوادونو د بهرنیو پالیسیو اصلي هدف د ملي پرمختګ او د دوی د خلکو هوساینه لټول دي. ډېری هېوادونه د خپلواک پرمختګ پر لار ټینګار کوي او دا به د نړيوال نظم په مساواتو پرنسټ ولاړ او منظم کولو کې مرسته وکړي. کله چی لازیات هېوادونه په خپلواکه توګه خپلې غوښتنې څرګندې کړي او په مساوي ډول په مشورو کې ګډون ولري، د نړیوالې حکومتدارۍ سیسټم به لا ډېر عادلانه شي او د نړیوالې حکومتدارۍ ګټې به د ټولو هېوادونو د خلکو ترمنځ په پراخه کچه شریکې شي.
باور لرو چې په راتلونکي کې به لازیات هېوادونه د سړې جګړې ذهنیت له قید او بند څخه خلاص شي او د بدلون له لارې به لا جامع نړیوال نظم ترویج کړي. دا تاریخي تکامل دی او د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو تمه ده.



































