ولسمشرۍ ماڼۍ په هلمند ولایت کې د بزګر ورځې پر مراسمو شوې چاودنې په کلکو ټکو غندلې دي. نن په هلمند کې د بزګر ورځې د نمانځنې پر مراسمو دوې چاودنې شوې دي. د لومړنیو معلوماتو له مخې دغه چاودنې داسې مهال شوې چې ټاکل شوې وه، د بزګر جشن جوړ شي او ځايي حکومتي چارواکي هم پکې ګډون وکړي. راپورونه وایي، چې په دې چاودنه کې د هلمند د اقتصاد رییس محمد خان نصرت او څلور کسه نور وژل شوي دي. د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت الله رحیمي بیا وايي چې په پېښه کې درې کسه وژل شوي او ۳۱ نور ټپیان دي. له ارګه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې وسله وال تل پر ملکي تاسیساتو، غونډو او عامه ځایونو بریدونه کوي او په دې ډول د جګړې په ډګر کې د خپلې ماتې د پټولو ناکامه هڅه کوي.



































