“په نانجینګ کې يو د اعدام پل شته، چې هره ورځ هلته د هغو چيني سرتيرو، چې ماتې يې خوړلې يا زخميان شوي وي، سرونه په جاپاني تورو غوڅېږي او يا وهل کېږي…..دا ډېره په زړه پورې ده”
دغه جملې د يوه جاپاني سرتېري په يوه لیک کې، چې خپلې کورنۍ ته يې لېږلی، ليکل شوې دي او د ۲۰۲۵م کال د ډسمبر په لومړيو کې د چین په نانجينګ ښار کې د جاپاني یرغلګرو له لوري د ګڼ وژنې د قربانیانو د یادګار موزيم کې نندارې ته وړاندې شوی دی.
کارپوهان وايي، دغه ليک د پوځي پالنې يا ميلتاريزم د ځنګل قانون او ظلم افشا کړی دی.
جاپاني يرغلګرو په ۱۹۳۷م کال کې د چين پر نانجينګ برید وکړ او ویې نيوه او په څو اونيو کې يې هلته د چینايانو عامه وژنه وکړه.
جاپاني یرغلګرو په نانجينګ د ملکي وګړو او نيول شوو عسکرو په شمول څه باندې ۳۰۰ زره چينايان ووژل، پر ګڼ شمېر چیني ښځو يې جنسي تېري وکړل، د ځايي خلکو شتمنۍ یې لوټ کړې او کورونه يې ورته سرو لمبو کې وسوځول.
د جاپاني یرغلګرو دغه برید د دوهمې نړیوالې جګړې په موده کې له ترسره شویو بدترینو ظلمونو څخه یو و، چې د بشر د تاریخ یو تور څپرکی بلل کېږي.
۲۰۲۵م کال د جاپاني یرغلګرو پر وړاندې د چينايانو د مقاومت جګړې او د فاشيزم ضد نړيوالې جګړې د بريا ۸۰ مه کليزه وه.
جاپان باید په همدې ځانګړي کال کې په یادې جګړې کې د يوه ماتې خوړلي هېواد په توګه په خپلو جنګي جرمونو بيا فکر او اعتراف کړی وای، خو متاسفانه، ځینو اشخاصو او قوتونو يې د خپلو جرمونو د پټولو او ان د رنګ ورکولو هڅې کړې دي.
جاپان اوس بیا د پوځي پالنې په هڅه کې دی، چې دغه ګام یې نړیواله اجماع ويجاړوي او انساني وجدان لړزوي او که داسې وکړي، نو سیمه ییزه او نړیواله سوله او ثبات به سخت وګواښي.
د جاپان لومړۍ وزیرې سانای تاکایچي د ۲۰۲۵م کال د نومبر په لومړیو کې د دغه هېواد پارلمان ته د وينا پر مهال وويل، چې له ستونزو سره د تايوان مخامخ کېدل ښايي د بقا او مرګ داسې بحران جوړ کړي، چې جاپان يې پر وړاندې د متحدې دفاع حق وکارولی شي. دا په دوهم نړیوال جنګ کې د جاپان له ماتې وروسته لومړی ځل دی، چې د دغه هېواد مشر د تایوان په مسئله کې په زور مداخلې ته لېوالتیا ښودلې او دغه ګام یې د دې ښکارندويي کوي، چې د جاپان د پوځي پالنې خطرونه لاهم موجود دي.
تاريخ ته په کتو، جاپاني پوځي رژيم د تیري او پراختیا له هر عمل مخکې ځان د “قرباني” په توګه انځور کړی دی: دغه هېواد په ۱۸۹۴م کال کې د کوريايي ټاپووزمې د بحران په پلمه د چین پر وړاندې لومړۍ جګړه (۱۸۹۴م کال – ۱۸۹۵م کال) پیل کړه، بيا يې په۱۹۳۱م کال کې د “ځان دفاع” په پلمه مکډن پېښه (د سپتمبر ۱۸مه) رامنځته کړه، په ۱۹۳۷م کال کې يې “شمالي چین کې د بحران” په پلمه پر دغه هېواد بشپړ یرغل وکړ او په ۱۹۴۱م کال کې يې په پټه د امریکا پر پرل بندر (Pearl Harbor) برید وکړ، چې پدې سره د ارام سمندر جګړه پيل شوه.
دغو تاريخي پېښو د جاپان د پوځ پالنې د غوښتونکو له مخه پرده پورته کړې ده.
د جاپاني ميلتاريزم وده ” د امپراتورۍ تاريخ مفکورې”، بوشیدو(د جاپان په فیوډالي دورې کې د سامورای طبقې يا جنګيالیو اخلاقي او چلندي سیسټم) او د غرب ډاروینیزم له ترکیب څخه راپورته شوې ده.
جاپاني ميلتاريزم یرغلګرې جګړې ته د پاکۍ جامې واچولې، جنګي مجرمین يې د “خدایانو” په توګه وبلل، د یاماتو قوم (د جاپان لومړی لوی قوم) يې تر ټولو غوره وباله، یرغل ته يې د “ازادۍ” نوم ورکړ، د انسانانو ژوند يې له پامه وغورځاوه او پخپل سر يې جنګونه پیل کړل او حتی په دويمې نړیوالې جګړې کې يې له ماتې خوړلو مخکې «۱۰۰ ميلیونه قیمتي ډبرې ماتول» شعار په پورته کولو سره له خپلو شاوخوا سل ميلیونو جنګياليو او ملکي وګړو څخه وغوښتل، چې د خپل امپراتور لپاره ځانونه قرباني کړي.
جاپان له دويمې نړیوالې جګړې وروسته ميلتاريزم له منځه يو نه وړ، بلکې اوس یې نوی ميلتاريزم را پورته کړی دی.
یاسوکوني معبد، چې د دوهمې نړيوالې جګړې په موده کې د جاپاني جنګي مجرمينو نومونه پرې ځړېدلي، د جاپان د نوي ميلتاريزم غوښتونکو مهم سټېج ګرځېدلی دی.
د جاپان د لومړۍ وزيرې سانای تاکاچي په شمول ډېری سیاستوال په مکرر ډول مړه شوو جنګي مجرمينو ته د درناوي د مراتبو لپاره دغه معبد ته ځي. په سیاسي لحاظ، د جاپان ښي اړخي سياستوال هڅې کوي، چې د دغه هېواد د سولې اساسي قانون او د ملي دفاع پاليسي تعديل کړي. په پوځي لحاظ، په ۲۰۲۵ مالي کال کې يې دفاعي لګښتونه ۱۱ ټریلیونو ینو ته رسولي او په کلتوري لحاظ، هغوی د تاریخ خپل تدرسي کتابونه تصرف کړي او په نويو تدرسي کتابونو کې يې د نانجينګ د عام وژنې واقعيتونه رد کړي دي. دغه راز په ډیپلوماسۍ کې يې د تایوان تنګي او جنوبي سمندرګي په مسئلو کې ستونزې جوړې کړي، د اتحاديو له اړيکو څخه يې ناوړې ګټې اخيستي او د پارټ بازيو تقابل يې هڅولی دی.
د چين، امريکا او برېتانيې «پوټسډم اعلامیې» کې په څرګندو ټکو ليکل شوي، چې تایوان د چین د خاورې یوه نه بېلېدونکې برخه ده او دغه راز په نورو نړیوالو اسنادو، لکه د قاهرې اعلامیې کې هم همدا حقیقت روښانه لیکل شوی دی.
چین به هیڅکله د جاپان ښي اړخو ځواکونو ته اجازه ورنکړي چې د تایوان په چارو کې مداخله وکړي یا د تاریخ متکامل تمایل شاته وګرځوي.
جاپان له مسلسلو دیارلسو کلونو راهیسې خپله کلنۍ دفاعي بودجه لوړوي او د وسلو پر صادراتو يې محدودیتونه نرم کړي دي او دغه کړنې يې د دې ښکارندويي کوي چې “نوی ميلتاريزم” يې د سیمې او هم نړۍ لپاره یو حقیقي او سخت ګواښ ګرځیدلی دی.
که چېرې د سانای تاکایچي په څېر جاپاني سياسيتوال خپلې کړنې سمې نه کړي، نو هغوی به هم ډېر بد مثال وګرځي او د نړیوالو اړیکو اساسي اصول به زيانمن کړي.
د جاپاني ميلتاريزم ګواښونه لاهم موجود دي او ټول هغه هېوادونه او ولسونه، چې د عدالت ملاتړ کوي، باید د جاپاني ميلتاريزم د نوې څپې د راپورته کېدو مخه ونیسي، ځکه دا له دويمې نړيوالې جګړې وروسته د رامنځته شوي نړيوال نظم د ساتلو او همدارنګه د جاپان د سولې او پرمختګ لپاره يوازينۍ لار ده او هم انسانان پر همدې لارې کولی شي چې د جګړې له ناورین څخه ځانونه وساتي.


































