د ملکي هوايي چلند اداره وايي چې د پاکستان فضا لا هم د الوتنو پر مخ تړلې ده او ښايي د دې اوونۍ په لړ کې پرانیستل شي. د یادې ادارې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د پاکستان او هند ترمنځ د کړکېچ له زیاتېدو وروسته د پاکستان فضا د فبرورۍ میاشتې له ۲۷مې راهيسې د هوايي ترافیک پر مخ تړلې ده. سرچینه کاږي چې د ملکي هوايي چلند ادارې مسوولینو د ستونزې له پیله د پاکستان له اړوندې ادارې سره د ډيپلوماتیکو او پرله پسې اړیکو له لارې دا موضوع تعقیب کړې څو د حل لار ورته پیدا شي. په خبرپاڼه کې راغلي چې د پاکستان فضا له تړل کېدو وروسته د هوايي چلند ادارې د هېواد سوېل لوېديځ مسیر له لارې د ایران له فضا بدیل مسیر پرانیست څو هند ته د هېوادوالو تګ له خنډ او ځنډ سره مخ نه شي. دا اداره وايي، د هوايي ملکي چلند اداره دا موضوع په دوامداره توګه تعقیبوي او ټولو هوايي شرکتونو ته یې لارښوونه کړي چې د لارې اوږدوالی باید د ټکټ له بیو سره نږدې تناسب ولري او د لوړېدا مخنیوی یې وشي.



































