د پاکستان ولسمشر عارف علوي ویلي، سیمه امن ته اړتیا لري او پاکستان هم غواړي چې د جګړو پر ځای باید امن، روزنې او کار ته پام وکړي. نوموړي زیاته کړې چې د پاکستان د امن غوښتنه باید د پاکستان کمزوري ونه ګڼل شي. هغه دغه راز د افغان سولې په تړاو ویلي، د باثباته سیمې لپاره د افغانستان امن اړین دی او باید په دې برخه کې له افغانانو سره په ګډه کار وشي. علوي ویلي، افغانانو ډېر جنګونه ولیدل او نور په دې سیمه کې امن ته سخته اړتیا ده او دا چاره د ټولې سیمې لپاره په ګټه ده. نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې پاکستان په دې وروستیو کې د ګاونډیو هېوادونو او نورې نړۍ له سختو فشارونو سره مخ دی.



































