په روان لمریز کال کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې کچې زیاتېدو د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون اندېښنې راپارولې دي. د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د روان لمریز کال پیل د ملکیانو لپاره خونړی بولي او وایي چې دغه وضعیت باید داسې دوام ونه کړي او ښکېل اړخونه دې د ملکي وګړو ژوند ته پاملرنه وکړي. د یاد کمیسیون اجراییوي رییس موسی محمودي وایي، د روان لمریز کال په لومړیو درییو ورځو کې په هلمند، کندوز او کابل کې ملکیانو ته د مرګ ژوبلې اوښتلو خلک اندېښمن کړي دي. هغه د ملکي تلفاتو ډېرېدل وغندل او له ښکېلو اړخونو یې غوښتنه وکړه چې د خپلو بریدونو پر مهال د ملکیانو ژوند ته جدي پاملرنه وکړي.



































