د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغان سولې په تړاو په واشنګټن کې د امریکا، روسیې، چین او اروپایي ټولنې د ګډې ناستې هرکلی کړی دی. د کرزي له مطبوعاتي دفتره په خپرې شوې اعلامیه کې راغلي، سربېره پر دې پخواني ولسمشر د نړۍ د سترو هېوادونو تفاهم او همکاري د افغان سولې او ثبات لپاره مهم عنصر بولي. اعلامیه کاږي، کرزی په افغانستان کې د تلپاتې سولې په راوستو کې د افغانانو ترمنځ د همه شموله او ریښتینې بین الافغاني مذاکراتو رول حیاتي ګڼي او د هغو پر ملاتړ او پیاوړتیا ټینګار کوي. دا په داسې حال کې ده چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي د روسیې، چین او اروپایي ټولنې له استازو سره پر افغان سوله خبرې کړې دي او په دې تړاو یې ورته پر وروستیو پرمختګونو معلومات ورکړي دي.



































