په ولسي جرګه کې د ارزګان د خلکو پخوانی استازی عبیدالله بارکزی په کندهار ولایت کې وژل شوی دی. د کندهار امنیه قومندان تادین خان ددې خبر د پخلي تر څنګ ویلي چې نوموړی نن د یاد ولایت په شپږمه امنیتي حوزه کې د نامعلومو وسله والو په برید کې وژل شوی دی. ۶۰ کلن بارکزی په تېرو دوو دورو کې په ولسي جرګه کې د ارزګان د خلکو استازی و. وسله والو طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د هغه په وژنه کې لاس لرل رد کړي دي. تر اوسه کوم چا او یا ډلې ددې پېښې پړه پر غاړه نه ده اخیستې.



































