د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي، د روان ۲۰۱۹ کال له پیل د مارچ تر ۲۳ مې د جنګ، ناامنۍ او سیلابونو له امله تر دوو سوو زرو ډېر افغانان په کور د ننه له خپلو مینو بې ځایه شوي. د دغه وزارت ویاند محمد رضا باهر ویلي، چې له دغه ډلې لوړ شمېر یې د وروستیو سیلابونو له امله د خپلو مینو پریښودو ته اړه شوي دي. د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې په تېر ۲۰۱۸ میلادي کال کې په افغانستان کې اوه سوه زره افغانان بې ځایه شوي وو، چې نیمايي یې د وچکالۍ له امله له خپلو سیمونورو سیمو ته کډه شوي وو. بل پلو د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره وایي، چې د وروستیو سیلابونو له امله په فراه کې دوه پنځوس زره کسان، کندهار کې دوه دیرش زره ۷۵۰ کسه او هلمند کې اتلس زره ۳۴۰ کسه زیانمن شوي دي. اوچا وايي، چې د فراه، کندهار، هلمند، هرات، کاپیسا، پروان، زابل او کابل په ولایتونو کې سیلابونو دولس زره او څلور سوه یوڅلویښت کورونه ویجاړ کړي، چې یوازې اوه زره او ۵۶۷ یې په فراه او کندهار په ولایتونو کې ویجاړ شوي دي.